اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)پاكستان او مالديپ په مهمو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو زياتولو او په دې لړ كښې د بېلا بېلو څانګو په اړه شريك وركنګ ګروپس جوړولو ته اتفاق كړے۔دا اتفاق د اقتصادي چارو وفاقي وزير احمد چيمه سره په پاكستان كښې د مالديپ هائي كمشنر محمد تهوها د شورو په ورځ شوي ملاقات كښې راغل?? ۔ملاقات كښې دواړو مهمو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو زياتولو ته اتفاق وكړو۔وفاقي وزير احد چيمه د پاكست??ن مالديپ جوائنټ كمېشن فريم ورك له مخې سېلګرې٬تجارت٬محنت٬سرمايه كارۍ او هوا بازۍ څانګو په اړه شريك وركنګ ګروپس(جے ډبليو جيز)جوړولو تجويز وركړو ۔هائي كمشنر د دې تجويز هركلے وكړو او باور يې وركړو چې مالديپ به سباؤن كښې د دې وركنګ ګروپس لپاره خپل سركاري استازے رالېږي۔دواړو لارښودو 2025 په اول كښې د پاكست??ن مالديپ شريك كمېشن پرانستې غونډې كولو ته هم صلاح يوه كړه۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان د مالديپ سره مهمو ترجيحي څانګو كښې د مرستې نوې ل??رې لټول غواړي۔ده پاكستان كښې د حلالې غوښې٬زرعي مصنوعات٬ميوو او د جراحۍ آلات صنعتو??و لټلو لپاره د مالديپ هركلے وكړو۔
Nguồn bài viết : SA Trực Tuyến