اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) په پاړا چنار او کرم کښې له کړکېچنې وضعې څخه ځپلې شوو کورنیو لپاره د هلال ??حم?? پاكستان نېشنل هېډكوارټرز لخوا د ضرورت سامان هلال ??حم?? خېبر پښتونخوا برانچ ته وسپارلے شو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په هدايت د هلال ??حم?? پاكستان چي??رم???? سردار شاهد ??حم?? لغاري فوري ګامونه پورته كولو سره دوه زره كورنيو لپاره د ضرورت سامان برابر كړو۔ د هلال ??حم?? پاكستان لخوا د دې په زړي پوري اقدام ټولو مكاتب فكر ستائنه كړې ده۔ د مرستې په سامان كښې فيملي ټېنټ ٬ كمبلونه ٬ ترپالونه ٬ كچن سېټ ٬ جېري كېن ٬ هائيجين كټس او د مچھر دانو سره سره نور ضروري څيزونه شامل دي۔ سردار شاهد ??حم?? لغاري په دې موقعه ووئيل ځپلې شوو كورنيو سره مرسته كول زمونږ لومړے فرض دے٬ هلال ??حم?? پاكستان په خپلو بنيادي اصولو عمل كولو سره د ځپلو مرسته باوري كړې ده۔ صوبائي حكومت ٬ ګورنر سېكرټرېټ او د ځپلې سيمو مشرانو په مرسته كولو د هلال ??حم?? پاكستان مننه كړې ده او دا په وخت پورته كړے ګام يۍ د انسانيت د خذمت يو په زړه پورې مثال ګرځولې دې۔
Nguồn bài viết : da88